روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۵

د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت ځیرمن پام ته اړتیا لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د قزاقستان ولسشمر قاسم جومارت توکایف د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د ترند خبري اژانس د راپور په حواله، نوموړي سه‌شبنه د غبرګولي پر لومړۍ ویلي چې له یو انساني ناورین څخه د مخنیوي او اوږدمهالي ټيکاو رامنځته کېدو لپاره د هڅو دوام اړین دی.

د قزاقستان ولسشمر قاسم جومارت توکایف د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره په ناسته کې ویلي چې د افغانستان وضعیت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د ترند خبري اژانس د راپور په حواله، نوموړي سه‌شبنه د غبرګولي پر لومړۍ ویلي چې له یو انساني ناورین څخه د مخنیوي او اوږدمهالي ټيکاو رامنځته کېدو لپاره د هڅو دوام اړین دی.

توکایف اقلیمي بدلون ته د هېوادونو پر ځانګړې پاملرنې ټينګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: «له پېښېدو وړاندې د سملاسي ګامونو له پورته کولو پرته به دا ستونزه زموږ سیاره د نړیوالو طبیعي پېښو په ډراماتیک پړاو کې راولي. د هوا سخت شرایط د نړۍ ترټولو لویې ننګونې په توګه د رادبره کېدو په حال کې دي.»

د قزاقستاني ولسمشر په وینا، له طبیعي اپتونو سره د مبارزې لپاره د شانګهای همکاریو سازمان په کړنلارو کې د سمونې اړتیا شته.

د یادونې ده چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غويي پر ۳۱ او د غبرګولي پر لومړۍ په افغانستان کې له ټيکاو سره د مرستې په تړاو خبرې اترې کړې دي.

روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرفیزستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان د شانګهای همکاریو سازمان غړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x