روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۷

«د علم او جهل منار»؛ د ښځو او تعلیم سره د سل کلنې دښمنۍ شاهد

پایگاه خبری تحلیلی روایت : اوس نه پوهیږم چې هغه ودانۍ چې امان‌الله خان سل کال مخ کې د پوهی او ناپوهی په نوم اعمار کړی وو. اوس په څه حالت کې دی آیا اوس مهال هم هماغسې ولاړ دی؟ لیکن هرهغه څه چی پوهیږم دا دي: چې سل کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د جهالت بیرغ پورته کېږي او نن زموږ د هېواد واکمني یو ځل بیا د هغو کسانو په لاس کې دی چې نجونو او ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ورکوي. زما مطلب د طالبانو ډله دي. له بده مرغه کله چې دغې ډلېپه ​​۲۰۲۱ کال کې کابل ته ورسیدل او کابل ونیول له هماغې ورځې څخه د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې او د ښځو پر وړاندې یې تر ۵۰ زیات محدودیتونوصادر کړل. هغه څه چې طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې کوي هیڅ اسلامي توجیه نه لري او یوازې د جهالت ریښه لري. د دې جاهلیت نوم «مقدس جاهلیت» دی. سپیڅلی جاهلیت هغه جاهلیت دی چې له مذهبي تعصباتو سره ګډ وي او د دین او مذهب جامې یې اغوندي.

د افغانستان پلازمېنه کابل ډیرې تاریخي ودانۍ لري. له دغو ودانیو څخه یوه یې یومناردی چې د آرتل پل په څنګ د ټوپ غونډۍ او د شېر دروازې غر کې موقعیت لري. دا منار اووه متر اوږدوالی لري او په جوړولو کې یې مرمر کارول شوی دی.

دا ودانۍ «د علم او جهل منار» په نوم یاديږي او د امیر امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شوې وو.

دا ودانۍ په حقیقت کې دهغو سرتیرو په ویاړ جوړه شوې دي چی دپکتیا په جګره کې شهیدان شوی وو.

د پکتیا جګړه د ۱۹۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د ملا لنګ او ملا عبدالرشید له خوا د امیرامان‌الله د واکمنۍ پر ضد پیل شوه.

دا بغاوت هغه مهال رامنځته شو چې امیر امان‌الله خان په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ تر اعلان وروسته یو لړ اصلاحي پروګرامونه رامنځته کړل.

یو له هغه اصلاحي پرګرامونو څخه، د نجونو د ښوونځیو جوړل وو. د دغو ښوونځيو په جوړولو سره يې کورنۍ اړې کړې چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستوي. همدارنګه یې هلکانو او نجونو ته په بهر کې د زده کړو زمینه برابره کړه.

د امان‌الله خان د اصلاحي پلانونو په ځواب کې د ملا لنګ په مشرۍ له جنوب ختيځ څخه يو شمېر ملايانو بغاوت وکړ او د ګرديز ښار يې محاصره کړ او د هغوی د بغاوت لړ له کابل د ١٢ کيلومتري پورې ورسېده.

امان‌الله خان د دغې بغاوت د ځپلو لپاره د څو سوو کسانو پوځي قطعه واستوله او هغوی وتوانېدل چې د درنو تلفاتو په ورکولو سره دغه بغاوت په شا کړي. ملا لنګ او ملا عبدالرشید چې په غرونو کې تښتېدلي وو، د جدران قوم له خوا ونیول شول او حکومت ته وسپارل شول او دواړه په یوه نظامي محکمه کې په اعدام محکوم شول او د ۱۳۰۴ کال د غبرګولی په ۴ نیټه له ۲۵ تنو نورو سره یوځای په ډزو یې وویشتل.

د ملا لنګ له پاڅون وروسته امان‌الله خان دا منار د هغو سرتیرو د یادګار په توګه جوړ کړ چې د نوې کولو په غوښتنې خپل ژوند له لاسه ورکړی و او له بلې خوا د هغو کسانو چې دهيواد پرخلاف وو یو درس وشي چې خپل افراطی افکار بیا تکرار ونه کړی.

اوس نه پوهیږم چې هغه ودانۍ چې امان‌الله خان سل کال مخ کې د پوهی او ناپوهی په نوم اعمار کړی وو. اوس په څه حالت کې دی آیا اوس مهال هم هماغسې ولاړ دی؟ لیکن هرهغه څه چی پوهیږم دا دي: چې سل کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د جهالت بیرغ پورته کېږي او نن زموږ د هېواد واکمني یو ځل بیا د هغو کسانو په لاس کې دی چې نجونو او ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ورکوي. زما مطلب د طالبانو ډله دي.

له بده مرغه کله چې دغې ډلېپه ​​۲۰۲۱ کال کې کابل ته ورسیدل او کابل ونیول له هماغې ورځې څخه د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړلې او د ښځو پر وړاندې یې تر ۵۰ زیات محدودیتونوصادر کړل.

هغه څه چې طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې کوي هیڅ اسلامي توجیه نه لري او یوازې د جهالت ریښه لري. د دې جاهلیت نوم «مقدس جاهلیت» دی. سپیڅلی جاهلیت هغه جاهلیت دی چې له مذهبي تعصباتو سره ګډ وي او د دین او مذهب جامې یې اغوندي.

دا جهالت او ناپوهی په اصل کې هماغه جاهلیت دی چې امیر امان‌الله خان دهغې دسرکوپو لپاره د علم او جهالت منار جوړ کړل. دا ډول جهالت نه يوازې دا چې د پرمختګ مخ نیسي بلکې د هېواد د شاته پاتې کیدو لامل ګرځي، او د ديني او ديني ټولنې لپاره هم ناورين دی.

زه ډاډه یم چې پوهه دناپوهۍ په مقابل کې تل بریالی وي، طالبان ښايي د څو ورځو لپاره ښوونځي د نجونوپرمخ وتړي. مګر په پایله کې به رڼا پر تیاره غالبه او پوهه به پر تیاره برلاسي شي.

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x