هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۱-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۶:۰۳

د طالبانو په بند کې د بریتانوۍ جوړې لور وایي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه‌دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سارا انټویسټل چې د طالبانو په بند کې د بریتانوي ښځې او خاوند مشره لور ده؛ سنډې ټایمز رسنۍ ته یې ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه‌دی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.

سارا انټویسټل چې د طالبانو په بند کې د بریتانوي ښځې او خاوند مشره لور ده؛ سنډې ټایمز رسنۍ ته یې ویلي، چې د پلار روغتیایي حالت یې ښه نه‌دی او طالبانو د هغې مور او پلار د لوړې کچې امنیتي نامعلوم زندان ته انتقال کړي او د هغې مور ته یې ویلي چې له دې وروسته له خپل خاوند سره نشي کتلی.

هغه وایي، پلار یې د سږو ناروغي لري که په سملاسي توګه د اړتیا وړ درملو ته لاسرسی پېدا نه کړي؛ نو ژوند به یې د لا جدي ګواښ سره مخامخ شي.

نوموړې ویلي، چې د بند پر مهال یې پلار وهل شوی او په زنځېرونو تړل شوی هم دی.
په ورته مهال سارا د خپل مور او پلار د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې هغوی خوشې کړي ترڅو خپل کور ته ستانه شي.

۷۹ کلن پیټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه مېرمن باربي څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو له‌خوا ونیول شول، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دغو بریتانوي وګړو نیول تایید کړل.

دغې بریتانوي جوړې په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تعلیمي موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.

بل خوا ډیلي میل بهرنۍ رسنۍ راپور ورکړی و، چې طالبان هڅه کوي دا معلومه کړي چې ایا دغه بریتانوي جوړه پیټر او باربي په افغانستان کې کوم ځانګړي مذهب ته وده نه ورکوي.

څو ورځې وړاندې هم ټېلیګراف ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې حقاني شبکې دغه برتانوي جوړه د طالبانو پر مشر ملاهبت الله د نړۍوالو فشارونو د راوستلو لپاره د یوه «سیاسي عمل» په توګه نیولې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x