د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه د مرغومي اتمه په رسمي ډول ومنله چې پر ډیورنډ کرښه یې د افغانستان په سوېل ختيځ کې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې. دغه وزارت د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.
د طالبانو دفاع وزارت نن شنبه، د مرغومي اتمه، په ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان په سویل خیځو ولایتونو خوست او پکتیا کې یې له پاکستاني پوله ساتو سره جګړه کړې، د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاتوي: «د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل.»
په خبرپاڼه کې د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې په اړه شمېرې نه دي خپرې شوې.
په سیمه کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته باوري سرچینو ویلي، چې د پکتیا په ډڼډي پټان ولسوالۍ کې اوم سرحدي کنډک ته څېرمه د پاکستان له لوري په توغول شوي هاوان ګولۍ درې ولسي کسان وژل شوي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ګولۍ د کوچیانو په خیمه لګېدلې او دغه درې تنه یې وژلي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- په افغانستان کې د نشه یی توکو ناورین؛ د دې ناوړه پدیدې د راپورته کیدو لامل، جګړه او د بهرنیو…
- امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې
- له پاکستاني پوځيانو سره په نښته کې یو طالب جنګیالی ووژل شو
- پاکستان کې مېشت افغانان: د پاکستاني پولیسو ځورول تر حد ډېر شوي دي