د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په رسنیو کې پر ده د دیني عالمانو نیوکې د «شریعت خلاف» بللي او ویلي دي چې دا د طالبانو پر رژیم ناوړه اغېز کوي.
د طالبانو مشر ته منصوب غږیز پيغام سهشنبه د سلواغې پر ۱۷مه په ټولنیزو رسینو کې خپور شوی دی.
نوموړي دیني عالمانو ته په اشارې ویلي: «دا چې رسنیو ته راځئ او پر ما لاس ښوروئ چې امیرالمومنینه ولې دا کار کړی یا دا کار دې ولې نه دی کړی، دا د شریعت خلاف دی.»
نوموړي زیاته کړې: «دا ماته نصیحت نه دی، دا چې په نړیوالو رسنیو کې راځئ د دې پر ځای چې مثبت اغېز ولري، منفي اغېزه کوي.»
د هغه په خبره، دا چاره د طالبانو د کمرزوۍ لامل کېږي، بې اعتمادي رامنځته کوي او د دې ښکارندوي کوي چې د دیني عالمانو او دې ډلې ترمنځ واټن دی.
نوموړي له دیني علماوو غوښتي که نصیحت ورته لري، هغه دې په خصوصي ډول له ده سره شریک کړي.
نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته کړي چې له دوو کالو ډېره موده کې په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو د نیوکې له کبله یو شمېر کسان نیول شوي او ربړول شوي دي.
تازه طالبانو په ننګرهار او کندوز کې پر دوی د نیوکې له کبله دوه دیني عالمان نیولي دي.
اړوندې لیکنې :
- د ښوونځي د نجونو له اوښکو څخه نیولي بیا د دیني عالمانو د ویرې له امله چوپتیا
- طالبانو د عاصم منیر وروستۍ څرګندونې له «سپکاوي» ډکې بللي
- ایا د طالبانو دیني مدرسې د ښوونځیو ځایونه ډکولای شي؟
- پر طالباني رژیم نیوکه؛ طالبانو په ننګرهار کې یو دیني عالم نیولی
- د طالبانو امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د دیني زدهکړو نوی نصاب د دغې ډلې پر ادارو ووېشه
- د طالبانو امر بالمعروف په دایکندي کې له رسنیو سره د ښځو پر کار بندیز لګولی