د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو خبر ورکړ چې له شپږم ټولګي پورته د میلیونونو نجونو برخلیک لا هم ناڅرګنده دی.
یاد وزارت چهارشنبه د وري پر لومړۍ نېټه په هېواد کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت په اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي چې خپل ماشومان په مدرسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې شامل کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې د ښځینه زدهکوونکو په هکله څه نه دي ویلي.
په دې اعلاميه کې ویل شوي چې زدهکوونکي او استادان دې د اسلامي اصولو له مخې خپل «صورت او سیرت» چمتو کړي او «غيراسلامي» جامې دې نه اغوندي.
پورته مهال، د اسما په نوم د ښوونځي یوې زدهکونکې رسنی ته ویلي چې هیلهمنده وه څو د دوی ښوونځي د حدید په ښوونیز کال کې پیل شي؛ خو کله چې د طالبانو د پوهنې وزارت په دې هکله څه ونه ویل «ډېره زیاته اغېزمنه» شوه.
هغه زياتوي چې ديني مدرسې د ښوونځيو ځاى نه شي نيولای او د نجونو پر زدهکړې بنديز به د هېواد راتلونکي ته نه جبرانېدونکى زيان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې د خپلې واکمنۍ له پيل سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بنديز ولګاوه چې دې کړنې یې په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي دي.
پرون د هېواد یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو او هېوادوالو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو په کابل ښار کې لسګونه ښوونیز مرکزونه تړلي دي
- کرن ډیکر: د طالبانو دوو تحریم شویو چارواکو د افغانستان نیمایي نفوس له خپلو حقونو بې برخې کړی
- د نوي ښوونیز کال پېل؛ یوناما: طالبان دې د نجونو پر وړاندې بندیز ختم کړي
- مولوي عبدالکبیر: افغانستان عصري ښوونیز سیسټم ته اړتیا لري
- د ملګروملتونو د ښځو برخې مشره: افغانستان لا هم د ښځو حقونو له ډېر جدي ناورین سره مخ دی
- ملګري ملتونه: له پرېکړو د ښځو څنډې ته کول به افغانستان له هر ډول چانس څخه بېبرخې کړي