روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۴
: 1

د طالبانو عدلیې وزارت: په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت ناقانونه دی

د طالبانو عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت «ناقانونه» بللی او ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست لغو او د یاد وزارت له تشکیلاتو ایستل شوی دی.

نوموړي وزارت پنجشنبه د وري پر ۱۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې وروستیو کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو مسوولان چې په تېره اداره کې په عدلیې وزارت کې ثبت و د خپلو لغو شویو ګوندونو له ادرسونو څخه یې دریځ نیونې او کړنې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني بولي او خبرداری ورکوي چې د دغه راز فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.»

د نوموړي وزارت په خبره، د ټولنیزو ټولنو فعالیت چې په تېره اداره کې فعاله و، تعلیق شوي او په وینا یې، یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې کولای شي د اصولو په چوکاټ کې او د طالبانو له عدلیې وزارت څخه په رسمي جواز سره فعالیت وکړي.

دغه وزارت هغو خیریه بنسټونو او نورو ټولنیزو ټولنو ته چې له جواز پرته او په ناقانونه ډول فعالیت کوي خبرداری ورکړی چې له ناقانونه فعالیت څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې اوسمهال په افغانستان کې د ګوند نوم اخیستل جرم دی او د دې ډلې په رژیم کې ګوندونه ځای نه لري.

نوموړي دا څرګندونې د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره له رامنځته شویو نانندریو وروسته کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x