روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۰
: 1

د طالبانو د پاسپورټ ادارې عمومي رئیس په کندهار کې د ملا هبت‌الله په امر ونیول شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په کندهار کې سيمه‌ييزې سرچينې په دغه ولايت کې د طالبانو د پاسپورټ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکريم حسيب د نيول کېدو خبر ورکوي.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې مولوي عبدالکریم، جمعه د غبرګولي پر ۴مه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا له کابله کندهار ته بلل شوی او بیا نیول شوی دی.

په کندهار کې سيمه‌ييزې سرچينې په دغه ولايت کې د طالبانو د پاسپورټ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکريم حسيب د نيول کېدو خبر ورکوي.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې مولوي عبدالکریم، جمعه د غبرګولي پر ۴مه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا له کابله کندهار ته بلل شوی او بیا نیول شوی دی.

د سرچينې په خبره، د طالبانو د پاسپورټ رياست عمومي رئیس له اختر مخکې هم د ملا هبت‌الله له خوا کندهار ولايت ته بلل شوى و؛ خو هغه مهال يې د رخصتۍ په عذر دغه ولايت ته له تګ ډډه کړې وه.

که څه هم د طالبانو د پاسپورټ ریاست د عمومي رئیس د نیول کېدو لامل نه دی څرګند؛ خو سرچینې ادعا کوي چې نوموړی د «اداري فساد او بډې اخیستو» له کبله نیول شوی او بندي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

هېره دې نه وي د طالبانو د پاسپورټ ادارې د مخکني مشر عالم‌ګل حقاني ورور هم دوه کاله دمخه د دغې ډلې د استخباراتو له خوا په یوه محفل کې د نجونو او هلکانو نڅا، د شرابو بوتلونو او څو جلده پاسپورټونو سره لاس په لاس نیول شوی و؛ خو څو ساعته وروسته بېرته ازاد شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x