د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نورالله نوري ویلي چې افغانستان له پاکستان سره «فرضي کرښه» لري او له دغه هېواد سره «رسمي سرحد» نه لري.
په ټولنیزو رسینو کې نن شنبه د سلواغې پر ۷مه یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې نوري دا څرګندونې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیلالرحمان حقاني سره په ګډه تورخم ته د سفر پر مهال کړې دي.
نوموړي زیاته کړې: «پاکستان سره موږ فرضي کرښه لرو، له دوی سره کوم رسمي سرحد نه لرو، موږ له دوی سره خپله صفري نقطه نه لرو.»
هغه ویلي چې کله کله د دغې کرښې په اوږدو کې د دوی او پاکستان ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي.
په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د پاکستان له جوړېدو وروسته، په افغانستان کې تر اوسه هېڅ نظام دغه کرښه د رسمي پولې په ډول نه ده منلې.
په افغانستان کې هر حکومت ټینګار کړی چې د دغې کرښې په اړه پرېکړه باید دواړو غاړو ته پراته ولسونه وکړي، نه حکومتونه.
د تېر حکومت پرمهال هم د دغې کرښې په تړاو د دواوړ هېوادونو د چارواکو ترمنځ تاوده بحثونه شوي و او د دواړو خواوو اړیکې یې له ستونزو سره مخ کړې وې.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د سرحدونو وزارت مرستیال: زمونږ د نظام مخالفان «نامسلمان» دي
- طالبانو په کندهار کې په «رسمي او نارسمي ناستو» کې پر انځور اخیستلو بندیز لګولی
- د افغانستان له سرحدونو بهر د جهاد په اړه د طالبانوډلو ترمنځ،خپل منځي شخړې
- د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه
- د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرېاترې
- د طالبانو رسنیز فعال 'جنرال مبین' د پاکستان او طالبانو تر منځ په یوې جنجالي موضوع بدل شوی