په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې ځينو دیني علماوو د طالبانو له مشر څخه غوښتي چې عصري زدهکړو ته پام وکړي.
یوې باوري سرچینې شنبه د مرغومې پر ۲۲مه، ویلي چې په کندهار کې ځينو دیني عالمانو د یوې ناستې په ترڅ کې د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده څخه عصري علومو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دا سرچینه وايي چې هبتالله هغوی ته ویلي چې د خلکو غوښتونو ته په کتو به عصري علومو ته هم پام وکړي.
د سرچینې په خبره، هبتالله اخوندزاده د دولتي ادارو له مسوولانو غوښتي چې خپلو کارکوونکو ته د مدیریت اړوند لنډمهالي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
سرچینې ويلي چې هبتالله د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي کارکوونکو له کړنو نارضایتي ښودلې ده.
د سرچینې په خبره، د طالبانو مشر د دغې ډلې له ملاتړو دیني عالمانو سره تر لیدنې وروسته د کندهار د اقتصاد رییس په ګډون د ځينو دولتي ادارو رییسان ګوښه کړې دي.
د یادونې ده چې هبتالله اخوندزاده په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د ښځو پر وړاندې لسګونه محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې هغوی د زدهکړو او کار له حقه محرومې شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- ایا د طالبانو دیني مدرسې د ښوونځیو ځایونه ډکولای شي؟
- ایا جمهوری غوښتونکي د طالبانو له مخالفینو څخه ملاتړبه وکړي؟
- په نوي ډیلي کې د ۲+۲ غونډه؛ امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي
- ګانیون: که ښځو سره د طالبانو ناسم چلند دوام وکړي، په رسمیت پېژندل به یې ناممکنه شي
- رحمت الله اندړ: د طالبانو او پاکستان ترمنځ راپورته شوې ناندرۍ جعلي دي
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه