روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۱
: 1

د طالبانو امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د دیني زده‌کړو نوی نصاب د دغې ډلې پر ادارو ووېشه

د طالبانو امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې دفترونو لپاره یې د دیني زده‌کړو نوی نصاب ترتیب کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون یک‌شنبه، د کب پر ۶مه د دغې ډلې د دفترونو ته د نوي نصاب د وېش خبر ورکړی دی.

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزیر محمد خالد حنفي، د عمومي ریاستونو او خپلواکو ادارو د بلنې او ارشاد له مسوولانو سره په لیدنه کې دوی ته نوی نصاب ووېشه.

دغه نصاب په ۳۴۱ مخونو کې چې زیاتره یې نظریاتي او مذهبي مسایل دي، ترتیب او د دفترونو د کارکوونکو لپاره ازده‌کړه لازمي ده.

حنفي امر کړی چې دغه نصاب دې په دولتي ادارو کې په جدي توګه تدریس شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د دیني مدرسو او ښوونځیو ښوونیز نصاب کې بدلون راوستی او له لومړنیو ښوونځیو یې د کلتور او مدني زده‌کړو په ګډون یو شمېر مضمونونه ليرې او پر ځای یې دیني مضامین ځای‌پرځای کړي دي.

د روان کال په پیل کې رسنی یو داسې راپور ترلاسه کړ چې پر بنسټ یې طالبانو د دغې ډلې د ایډیالوژۍ له مخې د ښوونځیو نصاب کې بدلون راوستی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x