روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۴۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۴۹
: 1

د طالبانو ادعا: په ادارو کې تجربه‌لرونکي او اکاډمیک کسان ګومارل کېږي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور ادعا کړې چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې وکړای شول چې په ادارو کې تجربه‌لرونکي او اکاډمیک کسان وګماري.

د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور ادعا کړې چې دغې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې وکړای شول چې په ادارو کې تجربه‌لرونکي او اکاډمیک کسان وګماري.

انور دا څرګندونې سې‌‌شنبه د زمري پر ۲مه، د کار په ملي کنفرانس کې چې د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا جوړ شوی و، مطرح کړي دي.

یاد طالب چارواکي ادعا کړې چې د دوی تر واک لاندې ادارو کې کسان د وړتیا له مخې پر دندو ګومارل کېږي.

هغه همداراز زیاته کړې چې د دغې ډلې په ادارو کې سالمه سیالي حاکمه ده.

د طالبانو د چارو ادارې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې هېوادوال په هېواد کې د مناسبو کاري فرصتونو پر نشتوالي نیوکه کوي.

د یادونې ده چې طالب چارواکو څو ځلې د دغې ډلې د جنګیالیو پر ګمارنې چې په اداري کارونو کې هېڅ تجربه نه لري، نیوکه کړې ده.

راپورونه ښیي چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د واسطې او د جګړې مخینې درلودونکي کسان د دغې ډلې په ادارو کې ګومارلي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x