د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناءالله وايي، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله ځانګړې غونډه به پر دې تمرکز وکړي، چې څنکه وکولای شي د افغانستان خاوره د هند لهخوا ونهکارول شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ د کب ۲۷مه، له جیونیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان خلاف وسلهوالو ته پټنځایونه ورکړي او هند د هغوی تمویل کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، دا غونډه یوازې پر دې تمرکز نه کوي چې طالبان بېطرفۍ ته قانع کړي، بلکې که دا ډله د پاکستان غوښتنه ونهمني او په افغانستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسلهوالو فعالیتونه ونهدروي، د وروستیو اقداماتو په اړه به هم خبرې وشي.
دا غونډه نن (سې شنبه) په خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ناامنیو او په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس رېلګاډي د بلوڅ بېلتونغوښتونکو له بریدونو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د بندو دروازو ترشا ترسره کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار په وینا، پوځ پر څو اړخیزې تګلارې کار کوي او له مسوولو چارواکو به غوښتنه وشي، چې د هند پر نیابتي ځواک د طالبانو د نهبدلېدو په هکله خپل وړاندیزونه شریک کړي.
ثناءالله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټنځایونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ترهګر له هند څخه مالي مرستې ترلاسه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پټنځایونه به په راتلونکو څو میاشتو کې لهمنځه یوړل شي.
د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرلهپسې توګه طالبان د هند په مرسته پاکستان کې د ناامنیو پر لاسلرلو تورنوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي و، چې اسلاماباد به د طالبانو او هند پر خلاف د «ترهګرۍ ملاتړ» په تور یاد سازمان ته یو پرېکړهلیک وسپاري.