د رویا سادات له خوا «د سولې تیره څنډه» جوړ شوی نوی مستند د ۲۰۲۰ په اګست کې د تېر حکومت د پارلمان غړې او د ښځو حقونو پر فعالې فوزیه کوفي د وسلهوال برید له یوې ځورونکې شېبې سره پیلېږي.
رویټرز خبري اژانس شنبه د غويي پر ۸مه راپور ورکړی چې دا فلم د کاناډا «هاټ ډاک» مستند په فیستیوال کې چې د روان کال د مۍ تر ۵مې به دوام وکړي، نندارې ته وړاندې کېږي.
دا ۹۵ دقیقې فلم چې د رویا سادات له خوا جوړ شوی، په افغانستان کې د هغو ښځینه رهبرانو زړورتیا ښیي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې د بدلون لپاره هلې ځلې کړې دي.
د فلم جوړونکې رویا سادات رویټرز خبري اژانس ته وویل: «دا یوه تراژیدي ده، خو ورته مهال، کله چې ښځې په لاریونونو کې برخه اخلي، تاسو د ښځو ځواک او د دغه هېواد ښکلا لیدلی شئ.»
د دغه راپور پر بنسټ، کوفي د فاطمه ګیلاني، حبیبه سرابي او شریفه زرمتۍ په ګډون د ښځینه مذاکرهکوونکو ترمنځ یوه کلیدي څېره وه چې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه یې د دوحې په ناستو کې ونډه لرله.
دا مستند د افغان مرکچي ټیم د ښځو له نظره د سولې ناکامې خبرې منعکسوي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په هکله د امریکا د سولې انستیتیوت راپور رد کړ
- د امریکا د سولې انسټیټیوټ: طالبان د لوېدیځ غوښتنو ته د تسلیمېدو لپاره ډېر وړوکی دلیل لري
- رینا امیري: د ۱۰ هېوادونو استازو د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې
- له صلاح الدین ایوبي څخه ترنن ورځې پورې د میړانی او زړورتیا رسم
- اوچا: په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
- اسټرالیا: د طالبانو له لوري د مېرمنو او نجونو د نیولو په تړاو ژور اندېښمن یو