روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۲

د سمنګان اوسېدونکو د خپلمنځي شخړې په ترڅ کې یو کس وژل شوی او څلور ټپیان دي

د سمنګان ولایت طالب سیمه‌ییز مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي یو کس په چاقو وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

دا پېښه پرون سې‌شنبه، د کب پر ٨مه د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د سمنګان امنیه قومانداني وايي چې دا پېښه د دغه ولایت د شپږو اوسېدونکو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

د پېښې تورن د طالبانو له لوري نيول شوى دى.

ورته مهال، د سمنګان ولايتي روغتون سرچينې د دې پېښې د  ټپيانو له ډلې د يوه کس روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

په دې وروستيو کې په سمنګان ولايت کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې طالبانو خبر ورکړی و چې په تېرو اتو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو په تړاو ۷۳۰ کسان نیولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x