روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۹

د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د اوو ویکټو په توپير افغان کرېکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې هم افغان کرېکټ ملي لوبډله د اوو ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.

دا ۵۰ اوریزه لوبه نن چهارشنبه د سلواغې پر ۲۵مه د سریلانکا د کېنډي ښار په پالیکلي لوبغالي کې وشوه.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۴۸.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په دې کې لوبه کې رحمت‌شاه ۶۵ منډې، عظمت‌الله عمرزي ۵۴، رحمان‌الله ګربز ۴۸ او اکرام علیخیل ۳۲ منډې جوړې کړې.

سریلانکایۍ لوبډلې په خپله پاڼۍ کې یاد هدف د خپلو درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۶ اور کې پوره کړ او دا لوبلړۍ یې ۳-۰ له افغانستانه وګټله.

د دې لوبلړۍ لومړۍ او دویمه لوبه کې هم افغانستان له سیالې لوبډلې ماتې منلې وه.

ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ هم وشي. دا لوبې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۷، ۱۹ او ۲۱مه نېټه کېږي.

یاده دې وي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې محمدنبي عیسی خېل د نړۍ په کچه د الرونډرانو په کتار کې لومړی ځای خپل کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x