روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۵

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان له فساد سره د مبارزې په شاخص کې له ۱۵۰ څخه ۱۶۲ ته راښکته شوی

په هېواد کې د اداري فساد د کموالي په اړه د طالبانو د ادعا سره همماله، د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۰ امتیازونه خپل کړي چې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.

د دغه بنسټ تازه راپور چې سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۰مه خپور شوی راغلي، د ۲۰۲۲ کال په راپور کې افغانستان د شفافیت له اړخه د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه اخیستي و چې ۱۵۰ ځای یې خپل کړی و.

د دغه راپور په حواله، افغانستان له فساد سره د مبارزې له اړخه د سوډان، میانمار، تاجکستان، چاد، کومور او اریتره هېوادونو په څنګ کې دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان د سږني راپور په اساس ډنمارک د ۹۰ نومرو په ترلاسه کولو د یاد نوملړ په سر کې، فنلېنډ د ۸۷ نومرو په ترلاسه کولو کې دویم او نیوزیلېنډ بیا د ۸۵ نومرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، سومالیا د ۱۱ نومرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ فاسد هېواد بلل شوی دی.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په خبره، دغه سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولي چې نږدې دوه پر درېیمه برخه هېوادونو له ۵۰ کمې نومرې اخیستې دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان له فساد څخه خالي هېواد دی.

د نوموړي په خبره، د نړیوال شفافیت په محاسبه کې افغانستان په ښه ځای کې دی.

هغه زیاته کړې: «دا چې د تېر کال په نسبت څلور درجې ټيټ‌والی ښيي، معنا یې دا نه ده چې افغانستان کې به فساد زیات شوی وي؛ بلکې ممکن په نړۍ کې د ځينو نورو هېوادونو د شفافیت حد لوړ شوی وي چې له افغانستان څخه څلور درجې مخکې والی ښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتیا د نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ هېواد و.

طالبانو په وار وار ادعا کړې چې په دولتي ادارو کې یې د فساد ټغر ټول کړی دی.

ورته مهال بیا ځينې خلک ادعا کوي چې مالي فساد ډېر شوی او هغوی اړ دي چې د رسمي کارونو د ترسراوي په بدل کې بډې ورکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x