روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۴ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۵۴
: 2

د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو

په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د روژې پر لومړۍ ورځ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله یو ځوان ووژل شو.

دا پېښه دوشنبه د کب پر ۲۱مه له غرمې وروسته د دغه ولایت مرکز په ګردیز کې شوې ده.

وژل شوی کس اکبرالدین نومېده او په چړو وهل شوی دی.

ورته مهال، په پکتیا کې ځايي طالب چارواکو هم د دغې پېښې پخلی کړی دی.

طالبانو ویلي د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پېل کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په مزارشریف کې یو ځوان وژل شوی او دغه راز په بادغیس کې په مرموز ډول یوه ښځه وژل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x