روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۳

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په افغانستان کې د ۲۰ اورپکو ډلو د شتون خبر ورکړی

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ۲۰ اورپکو ډلو په مرکز بدل شوی او په خبره یې، ۲۳ زره وسله‌وال پکې فعالیت لري.

پاتروشیف دا څرګندونې جمعه د سلواغې پر ۲۷مه په بشکیک کې «د افغانستان شپږمه امنیتي ناسته» کې کړې دي.

دې غونډه کې د روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، تاجکستان، قیرغیزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان د ملي امنیت شورا سلاکارانو برخه اخیستې وه.

پاتروشیف زیاته کړې: «د افغانستان د اوسني ستونزمن حالت اصلي مسووليت بايد د امريکا او متحدينو پر غاړه وي. واشنګټن هلته د وضعیت ښه‌والي لپاره په خپل ۲۰ کلن حضور کې هېڅ ونه کړل.»

د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي په خبره، لویدیځ له «افغانستانه د وتلو» پر مهال د یوه ساعتي بم په څېر پرېمانه وسلې پرېښې دي.

نوموړي زیاته کړې: «نن دغه [پاتې وسلې] د افغان ډلو ترمنځ د جګړې د تودولو لپاره کارول کېږي، په تور بازار کې پلورل کېږي او درېیمو هېوادونو کې د وسله‌والو ډلو لاس ته رسېږي.»

پاترویشف زیاته کړې چې لویدیځ افغانستان کې د حضور هڅه کوي او په دې برخه کې له دغو اورپکو ډلو کار اخلي.

ورته مهال، د قیرغیزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي چې ترهګري، د مخدره موادو قاچاق او کمزوری اقتصاد، د افغانستان درې لویې ستونزې دي.

په دې ناسته کې جباروف ټينګار کړی چې دمګړۍ افغانستان له پراخو ګواښونو سره مخامخ دی.

د قرغیزستان ولسمشر ویلي چې «د سیمې هېوادونو ټولییز، همغږي او پر وخت اقدامات» کولای شي تر یو بریده په افغانستان کې د وسله‌والو احتمالي نښتو کچه کمه کړي.

د افغانستان د امنیت په اړه شپږمه ناسته پرون د قیرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوه.

دا ډول غونډې د ایران په وړاندیز جوړېږي چې تر دا مهاله یې شپږ ناستې د سیمې په بېلابېلو ښارونو کې جوړې شوې دي.

له دې وړاندې هم د سیمې او ځينو ګاونډیو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتونه اندېښنې څرګندې کړې وې.

خو له دې وړاندې طالب چارواکو په وار وار په افغانستان کې د نورو اورپکو او ترهګرو ډلو شتون او فعالیت رد کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x