رویټرز د روسي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ونه مني او زیاته یې کړه چې د اوربند په هر ډول تړون کې باید د جګړې په ډګر کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنو ته رسیدګي وشي.
یوې لوړ پوړې روسي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې مسکو باید هر ډول شرایط څنډې ته کړي او یو ډول تضمین ترلاسه کړي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل:«د پوتین لپاره دا ستونزمنه ده چې په اوسني شکل کې له دې سره موافقه وکړي. پوتین یو قوي دریځ لري ځکه روسیه د پرمختګ په حال کې ده.»
د راپورونو له مخې، اوس روسیه د اوکراین څه کم پنځمه برخه کنټرولوي او اوکراین د اګست په میاشت کې د لوېدیزې روسیې یوه برخه د معاملې کولو لپاره ونیوله خو هلته یې کنټرول کمزوری شوی دی.
دې روسۍ سرچینې وویل، چې د اوربند تر څنګ له تضمین پرته د مسکو دریځ په چټکۍ سره کمزوری کیدی شي او روسیه د لویدیز له خوا د جګړې په پای ته رسولو کې د پاتې راتلو له امله ملامته کیدی شي.
یوې بلې لوړ پوړې روسي سرچینې ویلي، چې د اوربند وړاندیز د مسکو له نظره د لومې په څیر ښکاري ځکه چې پوتین به له ځینو مشخصو تضمینونو یا ژمنو پرته د جګړې درول ستونزمن وګڼي. خو کرملین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، پوتین په وار وار دغه ډول لنډمهاله اوربندونه رد کړي دي.
نوموړي په تېر ډیسمبر میاشت کې وویل:«موږ اوربند ته اړتیا نه لرو، موږ اوږدمهاله سولې ته اړتیا لرو چې د روسیې فدراسیون او د هغې د وګړو لپاره د تضمینونو له لارې خوندي شي. دا یوه ستونزمنه پوښتنه ده چې دا تضمینونه څنګه تضمین کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په اړه د امریکا پخوانۍ پالیسي بدله کړې، له مسکو سره یې دوه اړخیزې خبرې اترې پیل کړې او له اوکراین سره یې پوځي مرستې او استخباراتي معلومات شریکول وځنډول او ویې ویل، چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید شرایط ومني.
د اوکراین له لوري د اوربند وړاندیز ترمنلو وروسته امریکا تېره ورځ موافقه وکړه چې له کیېف سره به خپلې پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول بیا پیل کړي.