روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۰۷
: 1

د دوحې ناسته؛ امریکا: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوو

د دوحې ناستې په نږدې کېدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړي استازي ټاکلو د غوښتنې کلک ملاتړ کوي.

متیو میلر د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غواړي چې دغه استازی ژر تر ژره وټاکي.

د هغه په ​​وينا، د دوحې په ناسته کې به د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او رينا اميري ګډون وکړي.

میلر زیاته کړې چې یو ځانګړی استازی به د افغانستان په هکله د نړۍوالو تعاملاتو د همغږي کولو لپاره ښه ځای ولري ترڅو «په دې پریکړه‌لیک کې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.»

ورته مهال، طالبانو د دغه استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیال په موجودیت کې، ځانګړي استازي ته اړتیا نشته.

ټاکل شوې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو دویمه ناسته د راتلونکې اونۍ د یک‌شنبې او دوشنبې په ورځو دوحه کې ترسره شي. په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک پر بنسټ د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور وړاندیزونه وڅېړل شي.

په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي، د نړۍوالو سازمانونو او د ښځو او مدني بنسټونو استازي ګډون وکړي.

طالبانو ویلي چې دغې ډلې ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو تر اوسه یې د ګډون پرېکړه نه ده کړې.

ورته مهال، ملګرو ملتونو په رسمي ډول د طالبانو د استازو د بلنې په اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x