روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۰

د داعش په وړاندې پر همغږې هڅې د افغانستان لپاره د امریکا استازي ټینګار

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ترکيې ته د خپل سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د ليدنې خبر ورکړی دی. وېسټ شنبه د غبرګولي پر ۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې هغه په ​​انقره کې په افغانستان کې د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ترکيې ته د خپل سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د ليدنې خبر ورکړی دی.

وېسټ شنبه د غبرګولي پر ۵مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې هغه په ​​انقره کې په افغانستان کې د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره لیدلي دي.

د دواړو خواوو ترمنځ په دې لیدنه کې د داعش خراسان څانګې د ګواښ پر وړاندې د ګډې ډیپلوماسۍ او همغږې هڅې پر اړتیا ټینګار شوی دی.

وېسټ د خپل دوه‌ورځني سفر پرمهال د افغانستان په شمال کې مرستندویه پروګرامونه او د هېوادوالو بشري حقونو ملاتړ مهم بللي دي.

ورته مهال د دغه سفر په هکله نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دوه ورځې دمخه ترکیې ته سفر وکړ.

تر دې دمخه نوموړی متحده‌ عربي اماراتو او قطر ته هم تللی و او هلته یې د دغو هېوادونو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان په هکله یې ورسره خبرې‌اترې کړې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x