روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۵

د خوړو پروګرام: په افغانستان کې مو له ۱۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۱۹ میلیونه کسانو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې وېشلي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سې‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه مرستې یې تېر کال په ټول افغانستان کې وېشلې دي.

د دغه سازمان په وینا، د خوراکي توکو او نغدو پیسو وېش د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا، د خوارځواکۍ مخنیوي او زده‌کونکو ته د ښه زده کړې په برخو کې مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالو مرستندویه بنسټونو تل په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان تېره ورځ ویلي و چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د جدي سرغړونو ترڅنګ، د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره د بهرنیو مرستو سخت کمښت د میلیونونو افغانانو د روغتیا حق له ګواښ سره کړی دی.

د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د روغتیايي کړکېچ له امله د دغه هېواد خلک له سختې خوارځواکۍ او نورو ناروغیو سره مخ شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x