روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۳
: 1

د خوړو پروګرام: د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي

د خوړو نړۍوال پروګرام د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه پروګرام چهارشنبه د کب پر ۲مه په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د هېواد له یو پر درېیمې برخې زیات نفوس د خوړو توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې: «افغانستان یوازې ۱۰۰ کسان نه؛ بلکې ۴۳ میلیونه وګړي لري چې یو پر درېیمه برخه یې له لوږې سره مخ دي.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی او ویلي یې وو چې افغانستان د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لوري د نړۍ یو بې‌وزله هېواد په توګه پېژندل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د نارينه وو د بېکارۍ تر څنګ د ښځو پر وړاندې د پراخو بنديزونو لګول او له کار او ټولنيزو شغلونو څخه د هغوى ايستلو په افغانستان کې بشري ناورین او بې‌وزلي زياته کړې ده.

دغه راز له پاکستانه د څه باندې ۵۰۰ زره او له ايرانه د زرګونو نورو کډوالو ایستل دغه هېواد کې د بشري ناورين او د بې‌وزلۍ د زياتوالي لامل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x