روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۲۷

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستو له کمېدو سره بې‌وزلي مخ پر زیاتېدو ده

د خوړو نړۍوال پروګرام په هېواد کې د ماشومانو او ښځو ترمنځ د خوارځواکۍ د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

دې بنسټ یک‌شنبه، د کب پر ۱۳مه خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې پر خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د مرستو له کمېدو سره به په هیواد کې بې‌وزلي «بدتره» شي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ او د مالي مرستو له کمېدو وروسته بې‌زلي او لوږه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد له درېیمې برخې ډېر وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، دغه سازمان توانېدلی چې په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ مرستو یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.

ګوترېش، سې‌شنبه د کب پر لومړۍ نېټه په خپلې اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي و چې د افغانستان نږدې نیم نفوس سږکال مرستو ته اړتیا لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x