روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۲

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د بې‌وزلۍ له منځه وړلو لپاره دوامداره حل‌لارې ته اړتیا ده

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره «دوامداره او اوږدمهاله حل‌لارې» ته اړتیا ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام دغه څرګندونې د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۶مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي.

دغه سازمان لیکلي: «موږ باید په دوامداره او اوږدمهاله حل‌لارو پانګونه وکړو، ترڅو په افغانستان کې لوږه صفر ته راښکته شي.»

بې‌وزلي یوه ټولنیزه پدیده ده چې اوس‌مهال په افغانستان کې میلیونونه وګړي له ستونزو او فشارونو سره لاس او ګریوان دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی او ویلي یې وو چې افغانستان د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو له لوري د نړۍ یو بې‌وزله هېواد په توګه پېژندل شوی دی.

د دې ادارې په وینا، ۱۵ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي، نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x