د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې به روان کال ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
دغه پروګرام د ماشومانو د خوارځواکۍ په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې، او ټینګار کوي چې مالي ملاتړ ته اړتیا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې موټېنټه چېموکا هم ویلي، چې افغانستان په تاریخ کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ترټولو سخت وضعیت سره مخ دی.
د امریکا د مرستو بندېدو له امله ګڼ بشري پروګرامونه د بودجې کموالي له کبله متوقف شوي، او د سور صلیب په وینا، د راستنېدونکو کډوالو بشري اړتیاوې لوړې دي، په ځانګړې توګه ماشومان چې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
په داسې حال کې چې ایران او پاکستان افغان کډوال له خپلو هېوادونو شړلي، ښايي د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لا زیاته شي.
اړوندې لیکنې :
- د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵.۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي
- د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستو له کمېدو سره بېوزلي مخ پر زیاتېدو ده
- د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره دوامداره حللارې ته اړتیا ده
- د خوړو پروګرام: په افغانستان کې مو له ۱۹ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه
- د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری؛ ۱۵ میلیونه وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري
- د خوړو پروګرام: د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي