روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۹

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې ۱۵.۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال له نوامبره بیا د روان زېږدیز کال تر مارچ پورې، ۱۵.۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ و.

د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه د وري پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې ډله کې ۳.۶ میلیونه کسان په «بېړني پړاو» کې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پنځو کالو کم عمره ۳.۲ میلیونه ماشومانو په ګډون څلور میلیونه کسان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې روان زېږدیز کال کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ناورین لاهم دوام لري او شاوخوا د افغانستان نیمايي وګړي (۱۵.۸ میلیونه کسان) به د ۲۰۲۴ کال په درېیو لومړنیو میاشتو کې د خوړو نه خوندیتوب له ناوړه حالت سره مخ شي.»

د دغې خبرپاڼې په حواله، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه پالیسې به لاهم په نامتناسبې بڼې پر نجونو او ښځو اغېز وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول له پاکستان څخه د سلګونه زره کډوالو شړلو له کبله بشردوستانه مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.

افغانستان د طالبانو د لومړي پېر واکمنۍ په څېر له اقتصادي ناروین سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د راپور په حواله، له ۲۰۲۰ کال څخه تر اوسه د افغانستان اقتصاد ۲۷ سلنه کوچنی شوی او له هرو لسو افغانانو شاوخوا اووه یې له بنسټیزو چوپړونو بې‌برخې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x