روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۳

د خوړو نړیوال پروګرام: راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د خپلو خوراکي توکو مرستو او پروګرامونو د پلي کولو لپاره د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره بېړنیو ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یکشنبه د کب پر ۶مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دغه هېواد کې څلور میلیونه ماشومان او مېندواره مېرمنې پر خوارځواکۍ اخته دي.

د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي، راتلونکې خواړه له کومه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام څو وارې په افغانستان کې د خوراکي ناروین په اړه خبرداری ورکړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او بیکارۍ له زیاتېدو وروسته، په دغه هېواد کې بشري حالت ناوړه شوی دی.

پرون سویلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالره مرسته وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x