هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۳-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۱۲
: 3

‌د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری؛ ۱۵ میلیونه وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته نه شي کولای چې خوراکي توکو ته د ۱۵ میلیونو اړمنو له نیمايي برخې سره مرسته وکړي.

 

خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته نه شي کولای چې خوراکي توکو ته د ۱۵ میلیونو اړمنو له نیمايي برخې سره مرسته وکړي.

د نوموړي بنسټ مشرې هسیا وي‌لي دوشنبه د سلواغې پر ۸مه ویلي چې میلیونونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یوازې چای او ډوډۍ د ژوندي پاتېدا لپاره لري او په خبره یې، دا شرایط ورځ تر بلې خرابېږي.

د نوموړې په وینا، پر ښځو د طالبانو لګېدلي محدودیتونو مرستې کمې کړې دي.

هغې زیاته کړې چې څه باندې شپږ میلیونه افغانان د ورځې یو یا دوه وخته خواړه لري.

خوړو نړیوال پروګرام ټينګار کړی چې د دغو مرستو کمښت د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي او غوښتنه یې کړې چې لومړنیو انساني اړتیاوو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی چې که اړینه بودیجه ورنه کړل شي په باور یې، په افغانستان کې به انساني ناورین لا ژور شي.

له دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د مرستو یوه برخه وځنډوله چې دې پرېکړې پر بشرپالو مرستو جدي اغېز کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x