روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۳-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۱۱

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ پر زياتوالي اندېښنه ښودلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام موندلي، چې په افغانستان کې د تېر پرتله بې‌وزلي لا زياته شوې او له همدې کبله دغه هېواد د هغو۲۲ هېوادونو په نوم‌لړ کې دی، چې وګړي یې د لوږې له بحران سره مخ دي.دغه پروګرام په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ ګراف له لوړې سره ګڼ افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام موندلي، چې په افغانستان کې د تېر پرتله بې‌وزلي لا زياته شوې او له همدې کبله دغه هېواد د هغو۲۲ هېوادونو په نوم‌لړ کې دی، چې وګړي یې د لوږې له بحران سره مخ دي.

دغه پروګرام په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ ګراف له لوړې سره ګڼ افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د راپور یوه برخه:« افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی، چې د خراب اقلیم اغېزو د دې هېواد ډېری وګړي له لوږې سره مخ کړي دي. سېلابونه او وچکالي دواړه زیات شوي او د هېواد هر ولایت سږ کال د اقلیم له کړکېچ اغېزمن شوی دی.»
د سیاسي چارو کارپوهان په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو په اړه د نړيوالو بنسټونو اندیښنو پر دوام وايي، نړیواله ټولنه باید د خپلو مرستو په دوامداره کولو او زياتولو سره په افغانستان کې د لوږې ناورین په مهارولو کې فعاله ونډه واخلي او دې هېواد سره مرستې سیاسي نه کړي.

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې په افغانستان کې د لوږې اصلي عوامل اقلمي بدلون او د نړيوالو له لورې پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه او بانکي محدویتونه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مسوولينو تېره اوونۍ په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۲۴ ميليونه زيات ښودلی وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x