هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۳-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۰۶:۵۸

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په پاکستان کې مېشت هغه خبریالان چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته کډه شوي؛ اوس د بېرته اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په پاکستان کې مېشت هغه خبریالان چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته کډه شوي؛ اوس د بېرته اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاد فدراسیون ته یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې پر بنسټ چې د روان کال (د مارچ میاشتې له ۳۱مې) وروسته بې‌اسناده افغانان له یاد هېواده باسي؛ په دغه هېواد کې یې ځیني مېشت افغان خبریالان هم د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او که داسې وشي، نو ژوند به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو دمخه د رسنیو یو غوړېدلی چاپېریال لاره، چې نږدې «۱۶۰ ټلوېزیونونو، ۳۱۱ راډیوګانو، ۹۰ ورځپاڼو او نږدې ۳۶ خبري اژانسونو» په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه لرل.

یاد فدراسیون وايي،‌ د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خپلواکو رسنیو چاپېریال سخت اغېزمن شو او خبریالان له ناورین سره مخ شول.

د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته نږدې ۳۵سلنه افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي اړ شوي خپل هېواد پرېږدي چې له ډلې یې ډېری پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکیې او د اروپا په ګډون امریکا ته کډوال شول.

په راپور کې د افغانستان د یوه خصوصي ټلوېزیون د خبرونو پخواني ویاند سید ادریس سادات له خولې لیکل شوي، چې له افغانستانه وتل ورته یو حقوقي، اقتصادي او احساسي ناورین و. هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې پر قانوني اسنادو اوسېدل ستونزمن دي. د ویزې تمدیدول ان تر میاشتو پورې وخت نیسي».

سادات له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له جلاوطنه افغان خبریالانو سره د حقایقو د راسپړلو په برخه کې همکاري وکړي؛ څو په خپلواکه توګه خبریالۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د رژیم پټ اړخونه خلکو ته په ډاګه کړي.

په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې مېشت خبریالان د ویزو د تمدید او قانوني ثبت تر څنګ د کار او زده‌کړو له قانوني خنډونو سره هم مخ دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون راپور ښيي، چې په ۲۰۲۲کال کې ۸۷ سلنه افغان ښځینه خبریالانې له جنسي تبعیض سره مخ شوې او ۶۰ سلنه یې مجبورې شوې چې خپلې دندې پرېږدي.

د افغان خبریالانو خپلواکې ټولنې (AIJU) راپور ورکړی، په ۲۰۲۳ کې ۸۵ خبریالان د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوي چې ځیني یې د طالبانو له‌خوا «رسنیزو ناستو» ته وربلل شوي؛ خو دا ناستې عملاً د وېرې خورولو لپاره وې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳.۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي؛ خو یوازې ۱.۳ مېلیونه یې ثبت شوي کډوال دي. شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان اوس په پاکستان کې مېشت دي، چې اکثره یې د ویزو تمدید او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x