د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو له لوري د «راډیو بیګم» د خپرونو ځنډول د ازادو رسنیو پر وړاندې د ځپونکي سیاست دوام بللی او د دې چارې غندنه یې کړې.
دغه مرکز پرون سې شنبه، ۱۶ د سلواغې، په یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې پر خپله پریکړه بیا غور وکړي او «راډیو بیګم» ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د «راډیو بیګم» خپرونې یې د نشراتي پالیسۍ څخه د سرغړونې او د جواز د ناسمې کارونې له امله ځنډولې دي.
دې وزارت دغه راز ویلي، چې یادې راډیو په بهر کې میشت یو ټلویزیون لپاره مواد او پروګرامونه چمتو کول.
راډیو بیگم د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په اتمه، چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې سره سمون لري، تاسیس شوې وه او یوازینی راډیويي شبکه وه چې ټولې کارکوونکي یې ښځې وې.
د دې راډیو پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، چې خپرونې یې د کابل، پروان، بامیان، بغلان، لوګر، میدان وردګ او غزني په غزني په ګډون د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د لاسرسي وړ وې.
دا راډیو د حمیدې امان لخوا، چې په فرانسه کې میشته یوه افغانه سوداګره ده پرانستل شوې او د «ښځو لپاره د بیګم موسېسې» لخوا یې چارې پرمخ وړل کیدې.
اغلې امان د «بیګم اکاډمي» هم تاسیس کړې، چې د شپږم ټولګي پورته نجونو ته آنلاین زده کړې ورکوي.
د دې اکاډمي تعلیمي ویډیوګانې د راډیو بیګم له لارې خپرې شوي او په همدې نوم د یوه ټلویزیون څخه هم د لاسرسي وړ دي.
اړوندې لیکنې :
- تبعید کې افغان خبریالان: د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوناما راپور نیمګړی دی
- د طالبانو امر بالمعروف په دایکندي کې له رسنیو سره د ښځو پر کار بندیز لګولی
- د طالبانو ولایتي ویاندویانو ته: د امنیتي مسایلو په تړاو له رسنیو سره مه غږېږئ
- په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول
- د بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو له خوا د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل یو تریخ حقیقت دی
- افغان خبریالانو د طالبانو له بنده د حامد فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې