روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۵

د خبريالانو نړۍوال فدراسيون: پاکستان دې د احمد هنایش د وژنې هڅې په هکله پلټنې وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په پاکستان کې پر افغانستان خبریال احمد هنایش له برید دوه ورځې وروسته د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) له اسلام‌اباده غوښتي چې په دې هکله پلټنې وکړي.نوموړي فدراسیون جمعه د وري پر ۱۷مه یوه اعلامیې خپره کړې او په اسلام‌اباد کې یې د ازادۍ راډیو پر خبریال برید غندلی دی.

 په پاکستان کې پر افغانستان خبریال احمد هنایش له برید دوه ورځې وروسته د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) له اسلام‌اباده غوښتي چې په دې هکله پلټنې وکړي.

نوموړي فدراسیون جمعه د وري پر ۱۷مه یوه اعلامیې خپره کړې او په اسلام‌اباد کې یې د ازادۍ راډیو پر خبریال برید غندلی دی.

د یاد بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي: «د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه (AIJU) له چارواکو غوښتنه کوي څو سملاسي پلټنې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي څو عاملان یې عدالت ته سپارل کېږي.»

د ازادۍ راډیو خبریال او په پروان او پنجشېر ولایتونو کې د دوو سیمه‌ییزو رسنیو مشر احمد هنایش چهارشنبه شپه د وري پر ۱۵مه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد په جي۶ سیمه کې پر سر او پښه یې د ډزو په پایله کې ټپي شوی دی.

هنایش واک ته طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته پاکستان لاړ څو د خپلې کډوالۍ دوسیه تعقیب کړي.

له اسلام‌اباده دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د روان کال د مارچ پر ۱۴مه د پاکستان يو مشر خبريال صغيراحمد لار د موټرسايکل سپارو ناپېژانده وسله‌والو له لوري ووژل شو او د هغه د وژنې په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x