روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۸

د جنایي پېښو زیاتوالی؛ په نورستان او پروان کې څلور کسان وژل شوي

په نورستان او پروان ولایتونو کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولان وايي چې په دغو ولایتونو کې د جنايي پېښو په پایله کې څلور کسان وژل شوي دي.

د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دوشنبه ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې د کامدېش ولسوالۍ په «چپو» سیمه کې یو ځوان د دغه ولایت د یوه اوسېدونکي له لوري وژل شوی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دا کس شعیب نومېده او د یوه کس له لوري چې د ده قرضدار و، وژل شوی دی.

د یاد سړي پر وژلو تورن کس له سيمې تښتېدلی دی.

ورته مهال، د پروان ولايت طالب سیمه‌ییزو مسوولانو ويلي چې د دغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.

د پروان والي وياند حکمت شميم پرون ویلي چې د دواړو پېښو په هکله پلټنې روانې دي؛ خو د دوى لومړنۍ موندنې ښيي چې د يادو درېيو کسانو د وژلو لامل «شخصي دښمني» وه.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جنايي پېښې زياتې شوي او هېوادوال د دې ډول پېښو د ډېرېدو لوی لامل بې‌وزلي او بې‌کاري بولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x