روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۰

د جنايي پېښو دوام؛ په فاریاب کې «غله» یوه ښځه وژلې

په فاریاب کې سیمه‌ییزو سرچینو د یو وسله‌وال «غله» له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې «غل» شنبه د وري پر ۱۸مه د شپې له خوا د ګرزیوان ولسوالۍ په «تخاره‌يي» کلي کې د دغې مېرمنې کور ته اوښتی چې نوموړې یې له مقاومت وروسته په ډزو وژلې ده.

دا مېرمنه ۴۲ کلنه وه او خېرالنسا نومېده.

د سرچینو په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د خېرالنسا خاوند د تراویح لمانځه لپاره جومات ته تللی و او «غل» د څارویو د غلا لپاره دغه کور ته ننوتلی و.

ویل کېږي چې تورن له سیمې تښتېدلی او تر دې دمه یې طالبان په نیولو بریالي شوي نه دي.

تر اوسه د پېښې په اړه په فاریاب سیمه‌ییزو طالب چارواکو څه ویلي نه دي.

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جنايي پېښو زیاتېدو بیا خلک اندېښمن کړي دي.

بیګاه شپه ناڅرګندو وسله‌والو د مېدان‌وردک د نرخ ولسوالۍ په «چین‌زایوي» کلي کې یو ملا امام په ډزو وژلی دی.

همدا راز، بیګاه شپه د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې هم د یوې کورنۍ درې غړي د چړو په ګوزارونو وژل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x