سيمهييزو سرچينو په سمنګان کې د طالبانو له خوا د تېر حکومت پوځ د يو افسر د نيولو خبر ورکړی دی.
سرچينې سېشنبه د وري پر٢١مه ورځپاڼې ته منلې چې دا پخوانى پوځي صفت الله نومېږي او دوه شپې دمخه د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې له خپل کوره نيول شوى دى.
که څه هم د یاد پخواني پوځي د نيولو لامل لا نه دی په ډاګه؛ خو سرچينې ټينګار کوي چې صفتالله واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته «ازاد کاروبار» درلوده.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دغې ډلې تېر کال هم په سمنګان کې درې پخواني پوځیان نيولي وو.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دغې ډلې تل په ډېرو مواردو کې د پخوانيو سرتېرو پر نيولو، شکنجې او وژلو لاس پورې کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د بشري حقونو هېڅ سازمان ته د خپلو کړنو په هکله ځواب نه ورکوي.
اړوندې لیکنې :
- په کابل کې د جمهوري نظام د پولیسو یو افسر په ډزو وژل شو
- داوودزی: جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و
- هېواد کې د مرموزو وژنو دوام؛ په سمنګان کې يو ځوان وژل شوی
- طالبانو په پروان کې يو سيمهييز خبريال نيولى
- هېدربار: د طالبانو د مشر د نیولو حکم صادرېدل، د عدالت په ګټه دی
- کاناډا: د طالبانو د نیولو د نړۍوال حکم ملاتړ کوو