د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیانو او د دغه هېواد د دفاع وزیر یواو کالانت د نیولو غوښتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کریم خان جمعه د اګست پر ۲۳مه ویلي چې دا محکمه د دې قضیې د څېړلو او پرمخ وړلو پوره واک لري او له قاضیانو یې غوښتي چې د بنیامین نتنیاهو او یواو کالانت د نیولو حکم دې ژر تر ژره صادر کړي.
دغه راز، نوموړي له قاضیانو غوښتي چې د اسرائیلی چارواکو او حماس مشرانو د نیولو حکم دې وارزوي.
کریم خان ټينګار کړی: «په دې محاکمو کې هر ډول ځنډ به د قربانیانو په حقونو منفي اغیز پرېباسي.»
نوموړي ویلي چې د جرمونو نړیواله محکمه د اسرائیلي وګړو په اړه چې په فلسطیني سیمو کې وحشیانه جرمونه کوي، د څېړلو پوره واک لري.
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال ویلي: «منطقي دلایل شته چې بنیامین نتنیاهو، یواو کالانت او دغه راز د حماس مشر یحیی سنوار، پوځي قوماندان یې محمد المصري او د حماس مخکېنی سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو لپاره مسوول وبلل شي.»
د اسرائیلو د شمېرو په حواله، د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس په برید کې شاوخوا یو زر او ۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل شوي وو.
د شمېرو له مخې، د غزې پر تړانګې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.