هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۵۴

د جرمني حکومت برلین ته د سلګونو افغانانو د انتقال الوتنې لغو کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : برلین د روانې او راتلونکې اونۍ لپاره پلان شوې دوه هغه ځانګړې چارټر الوتنې لغو کړې، چې په پام کې وه د جرمني د بیا میشتیدو پروګرام له لارې پکې په سلګونو افغانان دغه هېواد ته ولېږدول شي.

 

د جرمني فدرالي حکومت برلین او نورو ښارونو ته د سلګونو افغانستان وګړو د انتقال پروسه وځنډوله.

برلین د روانې او راتلونکې اونۍ لپاره پلان شوې دوه هغه ځانګړې چارټر الوتنې لغو کړې، چې په پام کې وه د جرمني د بیا میشتیدو پروګرام له لارې پکې په سلګونو افغانان دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د مونشن له بریدو وروسته، چې یوه ۲۴ کلن افغانستانی پکې ۳۴ تنه ټپیان او د یوه ماشوم او یوې مور په ګډون دوه تنه ووژل، په جرمني کې د افغانانو پر وړاندې حساسیتونه ډېر شوي دي.

د بایرن لومړي وزیر او د مسیحي سوسیال اتحادیې ایالتي مشر مارکوس زودر، چې ایالت یې دا اونۍ د خورا بدې پېښې شاهد و، غواړي د افغانانو د شړلو په تړاو له طالبانو سره زر خبرې اترې پیل شي.

مارکوس زودر د مونشن له برید وروسته بیلډ ام زونټاګ ته وویل، « د دوشنبې له ورځې باید د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک او د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر له طالبانو سره د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړي. هره اونۍ باید افغانستان ته یوه الوتنه وشي».

زودر وایي چې یوازې په بایرن کې دوه زره افغانان د اجباري شړلو په نوملړ کې دي، چې له دې ډلې ۲۰۰ یې خطرناک مجرمین دي. هغه ټینګار کړی چې « مخکې اشافنبورګ او اوس مونشن! نور بس دی. فدرالي حکومت باید سملاسي اقدام وکړي، نه چې کله وخت پیدا شي، بلکې همدا اوس. هغه افغانان چې د اخراج حکم لري، باید ژر تر ژره و ایستل شي».

زودر یو پنځه ماده يي پلان چمتو کړی، چې له مخې یې باید سر له راتلونکې اونۍ د افغان پناه غوښتونکو شړل پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، « افغانستان وګړو ته باید د جرمني د ویزو ورکولو لړۍ ودرول شي او د افغان کډوالو لپاره یو بیړنی پلان ترتیب شي. موږ باید د خپل هېواد امنیت ته لومړیتوب ورکړو او ناقانونه کډوالي محدوده کړو».

د بایرن ایالت لومړی وزیر وايي، چې افغانستان ته باید سملاسي هره اونۍ د اخراج یوه الوتنه وشي
د بایرن ایالت لومړی وزیر وايي، چې افغانستان ته باید سملاسي هره اونۍ د اخراج یوه الوتنه وشي
طالبان د فرصت په لټه کې

د طالبانو حکومت په جرمني کې د افغانستان کډوالو په تړاو راپورته شویو حساسیتونو او د اخراج غوښتنو ته د فرصت په سترګه ګوري او غواړي د اخراج الوتنو په بدل کې په جرمني کې ددوی کونسلي خدمات فعال شي.

خو د جرمن سیاستوالو یوه ډله خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې دوی ته نړیوال اعتبار ورکولی شي. د منتقدینو په باور، طالبان دا موضوع له لویدیز سره د همکارۍ د یوې وسیلې په توګه کارولی شي.

زودر د مونشن برید په غبرګون کې د اسلامي افراطیت پر ضد د سختو تدابیرو غوښتنه وکړه. هغه وویل، باید د هغوجوماتونو او اسلامي ټولنو مالي سرچینې بندې او له مالیاتي معافیت بې برخې شي چې د افراطیت شک پرې کېږي.

زودر دا هم وغوښتل چې د امنیتي ادارو واکونه پراخ شي، چې د مخابراتي معلوماتو ذخیره کول او د مجرمینو د تعقیب لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول پکې شامل دي.

هغه زیاته کړه، « موږ باید افراطي اسلامپاله ویب‌پاڼې بندې کړو، چې د انټرنیټ له لارې د بنسټپالنې مخه ونیسو. موږ باید د خپلې پرانېستې ټولنې دښمنانو ته ژوند اسانه نه کړو».

د بایرن د جنایي څیړنو اداره د مونشن د برید په تړاو وايي، شواهد ښيي چې دغه برید یوه اسلامي افراطي انګیزه لري.د جرمني فدرالي لوی څارنوال د دې پېښې رسمي پلټنې پیل کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x