په ترکیه کې د خبریالانو ټولنه وايي، په دغه هیواد کې د استانبول د ښاروال او د رجب طیب اردوغان د اصلي سیال اکرم امام اوغلو له نیول کیدو وروسته په ټوله ترکیه کې د خبریالانو د ځورونې نوې څپه پیل شوې او تر دې دمه لس خبریالان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي.
یورو نیوز د ترکيې د خبريالانو ټولنې له قوله وایي، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو د خبريالانو پر نيولو سربېره د اوښلن ګاز، پلاستيکي مرميو او فزيکي بريدونو په کولو سره د لاريونونو د خبري پوښښ مخه نيولې ده.
دغه ټولنه وایي چې تر دې دمه لږ تر لږه لس خبریالان د شپنیو عملیاتو پر مهال په کورنو کې نیول شوي او ګڼ شمېر نو د لاریونونو د پوښښ پر وخت د تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. خبر زیاتوي چې لا هم پولیس هڅه کوي، چې د لاریونونو له صحنو څخه د ټلویزوني کانالونو د ژوندیو خپرونو مخه ډب کړي.
په ورته وخت کې د ایکس ټولنیزې شبکې اعلان کړی، چې د ترکیې حکومت د رسنیو، ژورنالیستانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون د ۷۰۰ څخه د ډیرو کاروونکو اکاونټونو د بندولو قضايي حکمونه صادر کړي دي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه ولسي لاريونونه «د اپوزيسيون حرکتونه» بللي او ادعا يې کړې، چې د خلکو د جمهوري غوښتونکو ګوند د مظاهرو په ترڅ کې د تاوتريخوالي مسوول دی.
په همدې حال کې اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې د دوی هدف د ډیموکراسۍ ساتنه او د حکومت د مخالفینو په سیسټماتیک ډول د له منځه وړلو مخنیوی دی.
دوی د اردوغان د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د امام اوغلو او نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې کوي.
د بشري حقونو بنسټونو او اروپايي هېوادونو د دغه پراخ جبر په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د امام اوغلو نیول او د خبریالانو ځورول به ترکیه نوره هم له ډیموکراټیکې لارې لیرې کړي او له اروپايي ټولنې سره به د دغه هېواد الحاق ته زیان ورسوي.
د ډیسک میډیا ټولنې د خبریالانو د سملاسي خوشې کیدو غوښتنه کړې او دا کار یې “د مطبوعاتو پر ازادۍ او د خلکو د پوهیدو پر حق برید” بللی دی.
اړوندې لیکنې :
- د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۲۲ خبریالان وژل شوي دي
- د پخوانیو امنیتي ځواکونو ماشومان؛ د طالبانو د غچ اخیستنه او تاوتریخوالي قربانیان
- ټيټيپي په اسلام اباد کې د عمران خان پر پلویانو د پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه غندلي
- تبعید کې افغان خبریالان: د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوناما راپور نیمګړی دی
- د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
- جلاوطنۍ کې د خبریالانو او رسنیو ټولنه: یوناما دې د سادات د مړینې مسله په بې پرې توګه وڅېړي