روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۵۱
: 2

د تخار په دشت‌قلعه سیند کې دوه ماشومان غرق شوي

د تخار په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې سرچینې وايي چې د دغې ولسوالۍ په سیند کې یې د دوو ماشومانو مړي موندلي دي.

د سرچینو په خبره، د دغو ماشومانو مړي پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه له غرمې وروسته د دشت‌قلعه ولسوالۍ په ای‌خانم سیمه کې له اوبو راویستل شوي دي.

دا ماشومان محمدطیب او احمدبلال نومېدل چې ۱۲ کاله او نهه کاله عمر یې لاره او د دغې ولسوالۍ د توحیداباد کلي اوسېدونکي و.

د دغو ماشومانو مړي د دشت‌قلعه ولسوالۍ په روغتون کې دي.

سیمه کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.

له دې وړاندې په ځينو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x