روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۹

د بشري حقونو یوه بنسټ تېر کال په افغانستان کې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی

د «رواداري» په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت یوه څارونکي بنسټ راپور ورکړی چې په تېر کال کې په ټول هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو په بېلابېلو پېښو کې ۵۰۶ کسان وژل شوي او ۲۶۶ نور ټپیان دي.

د رواداري بنسټ په کلني راپور کې چې شنبه، د کب پر ۱۲مه خپور شو، راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۰۲۳ میلادي کال په اوږدو کې د بشري حقونو وضعیت له بېلابېلو اړخونو خراب شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرموزې، هدفي وژنې او له عدالت پرته غچ اخیستونکي بریدونه زیات شوي دي.

د یاد بنسټ موندنې ښيي چې ۳۶۵ کسان په هدفي، ناقانونه او مرموز بریدونو کې وژل شوي، ۸۶ کسان په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې وژل شوي او ۵۵ کسان د هغو چاودېدونکو توکو له کبله وژل شوي چې له تېرو جګړو پاتې دي.

د راپور له مخې، د تېر حکومت کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي، د بشري حقونو مدافعان، قومي مخور، د طالبانو مخالفان او نور هېوادوال د بشري حقونو د سرغړونو قربانیان دي.

سربېره پر دې د رواداري سازمان وايي، خپلسري او ناقانونه نیونې، شکنجې، ناوړه چلند او د بندیانو وژل، اجباري نادرکي او د طالبانو له لوري د ظالمانه او غیرانساني سزاګانو پلي کول په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه او ناورین وضعیت ښکاروندويي کوي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د ۵۵ مېرمنو په ګډون ۶۲۳ کسان په خپلسري او ناقانونه ډول د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو ترټولو ډېرې قضیې او ترټولو سختې شکنجې د دغې ډلې د استخباراتو ادارې کوي.

رواداري همداراز ویلي چې یو شمېر نیول شوي کسان د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو له کبله وژل شوي او د تېر کال په اوږدو کې دغې ادارې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې لږترلږه ۱۶ پېښې مستند کړي دي.

د رواداري بنسټ د راپور موندنو پر بنسټ، تېر کال په اتو ولایتونو کې ۹۴۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي او د طالبانو محکمو په بامیان ولایت کې د دوو کسانو د سنګسارولو حکم هم صادر کړی دی.

رواداري همداراز ویلي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د پیل راهیسې له بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو څخه د مېرمنو د ایستلو پر وړاندې هدفمند او سازمان شوي اقدامات کړي دي. د دغه بنسټ په وینا، د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د مېرمنو او نجونو پر ژوند محدودیتونه زیات شوي دي.

راپوره له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري حقونو او د بشري ازادۍ په پرېکړو کې افغان مېرمنو ته لومړیتوب ورکړي.

د ویلو ده چې طالبان د خپلې بیاځلې واکمنۍ د بشري حقونو د نړۍوالو سندونو د احکامو او مقرراتو د درناوي لپاره د طالبانو پر ژمنو او قانوني مکلفیتونو پر پلي کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا ډله باید نور د «افغانستان خلکو له بشري حقونو څخه سرغړونه» ونه کړي.

دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګ له پیل راهيسې په پراخه کچه د بشري حقونو پر سرغړونو تورن شوي؛ خو یادې ډلې تل دا ډول تورونه پروپاګند بللي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x