روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۴۶
: 1

د بشري حقونو فعالان: طالبانو د نجونو په برمته کولو سره د خلکو پت او عزت ته سپکاوی کړی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د بشری حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ د وروستي راپور په تړاو د غبرګونونو په لړ کې  د بشری حقونو د فعالانو ټولنه وایي، چې دغه راپور د طالبانو لخوا  د بشري حقونو د نقض او جنایتونو ښودنه کوي. دغې ټولنې چهارشنبه، د غبرګولي پر ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې طالبانو په سیستماتیک ډول له محاکمې پرته ناقانونه، خپلسرې او بې رحمانه وژنې کړې دي.

د افغانستان لپاره د بشری حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ د وروستي راپور په تړاو د غبرګونونو په لړ کې  د بشری حقونو د فعالانو ټولنه وایي، چې دغه راپور د طالبانو لخوا  د بشري حقونو د نقض او جنایتونو ښودنه کوي.

دغې ټولنې چهارشنبه، د غبرګولي پر ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې طالبانو په سیستماتیک ډول له محاکمې پرته ناقانونه، خپلسرې او بې رحمانه وژنې کړې دي.

د بشري حقونو فعالانو د بنېټ له راپوره د ملاتړ په څرګندولو سره ویلي دي، چې د بندیانو او سیاسي مخالفینو سخته شکنجه او له هغوی سره غیر انساني چلند دوام لري.

دغې ټولنې د طالبانو لخوا د بشری حقوقو د نقض ډېرو مواردو ته په نغوتې سره ټینګار کړی دی چې طالبانو له سرو کرښو په تېریدو سره نه یوازې د هېواد د خلکو شخصي حریم ته درناوی نه دی کړی بلکې په پلان شوي او عقده مندانه ډول یې د ځوانو ښځو او نجونو  په برمته کولو سره د خلکو پت او  عزت ته سپکاوی کړی چې په دغه راپور کې د دې مسألې ځای سخت خالي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبان د دغو «وحشیانه جنایتونو» د ترسره کولو له امله د سملاسي ځپلو او ماتې مستحق دي او باید محاکمه شي.

د ښځو د حقونو نقض، د بیان د ازادۍ ځپل، عمومي مجازات او د بدن د غړو پرې کول د بنېټ په راپور کې هغه نور راغلي موارد دي چې د بشري حقونو د فعالانو له هرکلي سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د فعالانو د ټولنې په اعلاميه کې راغلي دي: «هر ډول اقدام چې عدالت پکې په پام کې ونه نیول شي، پایښت لرونکې پايلې نه لري. یوازې د ترهګرۍ په ځپلو او محاکمه کولو سره د قربانیانو د حقونو د ترلاسه کولو، په هېواد کې د عدالت د بیرته راستنولو او نړیوال امنیت د ډاډمنولو هیله کېدای شي.»

دغې ټولنې خلکو ته د دوحې د دریمې غونډې په مناسبت د اعتراضونو بلنه هم ورکړې ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې غونډې ته لس ورځې پاتې دي، تمه کیږي چې په دې غونډه کې  د هېواد په  تړاو رغنده پرېکړې وشي.

خو طالبانو  د دوحې د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د بنېټ د راپور خپرول د خلکو د اذهانو خرابول بللي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x