روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۶
: 2

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه: د دې وخت رارسېدلی چې طالب مشران محاکمه شي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بشري حقونو د فعالانو ټولنه، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو هرکلی کوي، او ټینګار کوي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له خوا د طالبانو د مراعت کولو تمه «یو خیال» دی.

 

د بشري حقونو د فعالانو ټولنه، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو هرکلی کوي، او ټینګار کوي چې د نړۍوالو کنوانسیونونو له خوا د طالبانو د مراعت کولو تمه «یو خیال» دی.

دغه بنسټ وايي، د دې وخت دی چې د طالبانو مشران له بشري حقونو د سرغړونو په تور محاکمه شي.

دغه بنسټ وايي، د تېرو درېیو کلونو تجربو ښودلې چې له طالبانو سره د تعامل پر بنسټ چلند د خلکو دردونه او کړاوونه زیات کړي دي.

تېره اونۍ شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړه. دغې محکمې د دغې دوسیې رسیدنه تایید کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د فعالانو ټولنې همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د دې قضیې څېړنې ژر تر ژره بشپړې شي او غوښتنه یې وکړه چې د تحقیقاتو بهیر دې د سیاسي ملحوظاتو تر اغیز لاندې نه وي.

دغه راز دغه بنسټ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو ملاتړ وکړي او د دغې محکمې د څارنوالۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x