روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۱۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۱۴
: 1

د بریټانیا حقوقي ټولنه: د طالبانو تر سیوري لاندې عدالت ته لاس‌رسی نشته

د بریټانیا حقوقو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د عدلي نظام د نه شتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې اتحادیې د چهارشنبې ورځ، سلواغې پر ۲۴مه ویلي چې طالبان د حقوق پوهانو پر ربړونې او ځورونې لاس پورې کړی.

په بیان کې راغلي: «عدالت منحل شوی ځکه چې طالبان یوازې خپل غړي د قاضیانو په توګه ټاکي. بلخوا، دوی هغه خلک چې د وکالت جواز لري تر کنټرول لاندې کړي او مېرمنې یې په حقوقي نظام کې د وکیل، قاضي یا دعوه‌کوونکې په توګه له هر ډول ګډون څخه بې برخې کړي دي.»

دغه بنسټ زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې عدالت ته لاس‌رسی نشته او نړۍ باید دې ته پام وکړي.

په همدې حال کې د دغې ټولنې مشر نیک امرسون ‌ویلي: «په افغانستان کې د وکیلانو او قاضیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

دې ټولنې دا همداراز ویلي چې په افغانستان کې د قضايي نظام له تخریب سره د مدافع وکیلانو او قاضیانو ځورونې او ربړونې هم زور اخیستی دی.

د بریټانیا د حقوقو ټولنې په وینا، په افغانستان کې ښځينه وکيلانې او قاضيانې له کورني تاوتريخوالي او جبري ودونو سره مخ دي.

ورته مهال، يادې ټولنې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د حقوقي مسلکي کسانو د ژوند خونديتوب، په قضايي سیسټم کې د ښځو د ونډې بېرته اخيستو او په ازاده او خپلواکه توګه د خپل مسلک د ترسره کېدو ډاډ ورکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې رسنی ته د طالبانو په محکمو کې دوسیو ته د دوی د نه پاملرنې په تړاو ګڼ راپورونه ته رسېدلي دي.

بلخوا په دې وروستيو مياشتو کې د تېر حکومت د څارنوالانو د مرموز وژنې څو قضيې ثبت شوې دي چې وروستۍ پېښه يې دوه مياشتې وړاندې په ننګرهار کې يو لوړپوړی څارنوال په مرموز ډول وژل شوی و او عاملين يې ترننه نه دي پېژندل شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x