روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۴۹
: 1

د بدخشان په بهارک کې یوه طالب چارواکي د «سلام نه اچولو» له امله یو تنکی ځوان شکنجه کړی دی

په بدخشان کې ځایی سرچینې وایي چې د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدیر قاري محفوظ یو تنکی ځوان د « سلام نه اچولو» له امله سخت وهلی ټکولی دی.

سرچینې رسنی ته تاییدوي، چې دغه تنکی ځوان پاینده محمد نومېږي او دوشنبه، د سلواغې په ۹مه مازدیګر مهال د طالبانو د دغه چارواکي له لوري په « عام محضر» کې سخت وهل ټکول شوی دی.

دغه ځوان ۱۶ کلن دی او قاري محفوظ د بهارک ولسوالۍ په بازار کې وهلی ټکولی دی.

سرچينې زياتوي، چې دغه ځوان د وهلو ټکولو په پایله کې د ژوبلېدو له امله په خراب روغتيايي حالت کې دى او اوس د بهارک په روغتون کې بستر دى.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د هېواد پر وګړو ډېر محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو غړو تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ځوانان د ږیرې نه لرلو او پتلون اغوستلو له امله وهلي ټکولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x