د امریکا د فدرالي ادارې (اېف بي ای) مشر کاش پټېل امریکا ته د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید د طراح د رسېدو خبر ورکړ.
نوموړي د شریف الله هغه انځور په خپل اېکس کې خپور کړی، چې امریکا ته تر سپارلو وروسته دغه هېواد ته لېږدول شوی دی.
پټېل ویلي: «درې نیم کاله وروسته زموږ د ۱۳ سرتېرو د وژلو عامل ونیول شو ترڅو د عدالت مخې ته ودرېږي.»
شریف الله تر هغه وروسته امریکا ته ولېږدول شو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانکرس کې د وینا پر مهال وویل، چې هېواد یې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه کس د نیولو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ یادونه او مننه هم وکړه.
تر دې وروسته بیا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی، چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډیورنډ کرښه نیول شوی دی.
هغه پر اېکس پاڼې کاږلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل نړۍوال هوايي ډګر په دروازه کې پر امریکايي سرتېرو د برید طراح د نیول کېدو په تړاو د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته، د طالبانو استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ په یوه مطلب کې ادعا کړې، چې محمد شریفالله د دغه هوايي ډګر د برید طراح نه دی.
المرصاد د ټرمپ اداره او پاکستان د کابل د هوايي ډګر په برید کې د محمدشریف د رول په تړاو پر مبالغې کولو تورن کړي او زیاتوي، چې دوی دواړه په دې موضوع کې خپلې موخې لري.
د راپورونو له مخې، شریف الله په ۲۰۱۹ کال د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له زندانه وتښتېد.
افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي وویل، چې محمد شریف چې په ۲۰۱۴ کال کې په باجوړ کې د ټي ټي پي سرګروپ و، له هماغه ځایه په ۲۰۱۸ کال کې د داعش – خراسان ډلې سره یو ځای شو او د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لاړ.
د سرچینې په خبره، محمد شریف چې په قاري محمد، قاري شریف غرنی، جعفر محمد، جعفر شریف او شریف الحلاج نومونو د افغانستان د جمهوري دولت له ملي امنیت سره ثبت و، په کونړ، نورستان، د ننګرهار په هسکه مېنه، باجوړ او تیرا کې اوسېدلی دی.
اړوندې لیکنې :
- پوتین د کورسک د بېرته نیولو لپاره برید ته چمتو دی
- د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې
- طالبانو د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو ډیپلوماټان کابل ته رابللي
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- ضعیف: هغه کسان چې د امریکا په ملګرتیا زړه ښه کوي، د زېلېنسکي په څېر به سپک شي
- ایا امریکا به وکولای شي د ټرمپ له خطرڅخه ځان وژغوري؟