روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۳

د امنیت شورا ناستې پای؛ ۱۱ هېوادونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ځپل پای ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۱ غړو هېوادونو استازو په یوې ګډه اعلامیې کې، افغانستان کې د جنسیتي تبعیض او له ښځو او نجونو سره د سیستماتیک زورزیاتي دوام غندلی دی.

دوی دوشنبه، د کب پر ۷مه په هېواد کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د ځپلو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه اعلامیه کې چې د افغانستان په هکله د امنیت شورا تر ناستې مخکې د سویس، بریټانیا، امریکا، اکواډور، فرانسې، جاپان، مالټا، جنوبي کوریا، سریلانکا، سلوانیا او ګیانا هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو او د «ښځو پر وړاندې د جرمونو» لپاره دې ځواب ورکوونکي اوسي.

دوی ټینګار کړی چې افغان مېرمنې او نجونې باید په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې له خپلو بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه په بشپړه توګه برخمنې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ثبات او تلپاتې پرمختګ یوازینۍ لاره د قانون حاکمیت او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د بشپړ رعایت پر بنسټ یو ټول‌ګډونه سیاسي بهیر دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته چې پرون د افغانستان په هکله د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه، له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته ورسېده.

په دې ناسته کې د امنیت شورا غړو د یوناما د کاري مودې د غځولو، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې د ناستې د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x