روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۳۵
: 1

د امنیت شورا غونډه؛ مجاهد: زموږ د ګټو خلاف پرېکړه به هېڅکله عملي نه شي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی د ګټو خلاف پرېکړې به عملي نه شي.

مجاهد دوشنبه د کب پر ۷مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي چې په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې هره هغه پرېکړه چې په وینا یې، د ګټو خلاف یې وي، هېڅکله به عملي نه شي.

نوموړي زیاته کړې که دا ډول غونډې «د افغانستان او افغانانو د ملاتړ په ځانګړي ډول په ډیپلوماټيکو اړیکو کې د پرمختګ لپاره وي» په خبره یې، طالبان به ترې هرکلی وکړي.

بلخوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین هم ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د «ښو او حسنه اړیکو» غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د اختلافي مسایلو د حل لپاره دې نړیواله ټولنه د طالبانو دریځ او نظر په پام کې ونیسي.

ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه جوړه شي.

دا د دوحې له غونډې وروسته، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لومړنۍ ناسته ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x