امریکایي رسنیو خبر ورکړی، یوې طبي امبولانس جېټ الوتکې چې یو ناروغ ماشوم او پنځه نورې سپرلۍ یې لېږدولې د جمعې ماښام هوا ته له پورته کېدو لږ وروسته د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې.
د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې دې پېښې یوه قوي چاودنه او پراخ اور رامنځته کړ چې له امله یې ګڼ کورونه وسوځیدل.
د جیټ ریسکیو ایر امبولانس (Jet Rescue Air Ambulance) شرکت تایید کړې چې یو ناروغ او بل مساپر او د الوتکې څلور عمله په دې پرواز کې وو.
یاد شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ نه شو تاییدولی چې څوک ژوندی پاتې دي. زموږ لومړنۍ اندېښنه د ناروغ کورنۍ، زموږ کارکوونکي، د هغوی کورنۍ، او نور هغه کسان دي چې ښايي په دې پېښه کې زیانمن شوي وي».
د فیلادلفیا ښاروالې شرل پارکر، د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې لا هم د زیانونو کره شمېرې معلومې نه دي، خو څو کورونه او وسایط سخت زیانمن شوي دي.
هغې زیاته کړه: «دا پېښه لا هم فعاله ده او څېړنې پرې روانې دي».
دا پېښه یوازې دوه ورځې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د امریکا په تاریخ کې یو له مرګونو هوايي ناورین پېښ شو.
د تیرې چهارشنبې په شپه د امریکن ایرلاین (American Airline) یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۶۰ مساپر او څلور تنه عمله یې لرله د واشنګټن ډي سي په فضا کې له یوې پوځي جیټ الوتکې سره چې درې سرتېري په کې وو، ټکر وکړ.
په دې پېښه کې هیڅوک ژوندی پاتې نه شول.
د فیلادلفیا د الوتکې د نسکوریدو پېښه په دروازه کې د یوه لګول شوي زنګ کمرې ثبت کړې چې ښیي الوتکه په چټکۍ په هوا کې روانه ده او یوې سوداګریزې سیمې او لویې لارې ته نږدې د ټکر امله پکې چاودنه رامنځته کېږي او له منځه ځي.
اړوندې لیکنې :
- د امریکا په ټاکنو کې د امریکا مسلمانانو او عربانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ هڅې
- امریکا د افغانستان له خلکوڅخه څه تمه لري؟
- طالبانو او امریکا په افغانستان کې د یوه امریکايي مرګ پټ ساتلی
- ایا امریکا به وکولای شي د ټرمپ له خطرڅخه ځان وژغوري؟
- امریکا ته په ناقانونه توګه د افغانانو کډوالي د پام وړ زیاته شوې ده
- امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه